کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران انقلابي ګارډ دا چورلکه تېره ورځ نسکوره شوې ده.
د دوی په خبره پېښه کې د دې ګارډ یوه لوړ پوړي قومندان هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایران اېرنا خبري آژانس ویلي، دا چورلکه د پاکستان پولې ته نږدې د سیستان او بلوچستان ولایت کې راغورځېدلې، چې دوه تنه په کې مړه شوي دي.
یاد آژانس زیاتوي، پېښه کې دوه سپاره چې یو یې د انقلابي ګارډ قومندان او بل یې پېلوټ ؤ، مړه شوي دي.
تر اوسه د چورلکې د سقوط اصلي لامل نه دی روښانه شوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/