معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پکتيا بريښنا رياست تېر کال ۲ سوه ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

د پکتيا بريښنا رياست تېر کال ۲ سوه ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتيا ولايت برېښنا حوزوي رياست مسوولينو ويلي، چې تېر ۱۴۰۱ کال کې يې ۲ سوه ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د دوی په وینا دغه عواید د وړم کال په پرتله څو برابره زياتوالی ښيي.
د دې خبر پر بنسټ د دغه ولايت برېښنا ریيس ویلي، ياد شمېر عوايد يې د برېښنا پېريدونکو بېلونو، د مېټرونو وېش او نورو درکونو څخه راټول کړي او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.
د برېښنا پېردونکي بيا وايي، چې د پخوا په پرتله په دې ولايت کې د برېښنا پرچاوۍ ستونزه حل شوې، خو يو شمېر بيا د برېښنا لوړو بېلونو څخه شکايت لري.
د دوی په وينا د برېښنا لګښت يې کم دی، خو بېلونه لوړ ورپسې ورځي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس