معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پکتیا پوهنې رییس وایي، د خیالي ښوونکو او ټولګیو مخه یې نیولې ده

د پکتیا پوهنې رییس وایي، د خیالي ښوونکو او ټولګیو مخه یې نیولې ده

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا پوهنې ریاست مسوولینو ويلي، چې ښوونځيو کې یې هغه ښوونکي چې په خیالي ډول په دندو ګمارل شوي ؤ، تشخیص کړي او مخه يې نیولې ده.
د پکتیا پوهنې ریيس ویلي، د دې ریاست تشکیل د تصفیې له مخې هغه ښوونکي تشخیص کړي، چې پخوا په خیالي توګه په دندو ګمارل شوي ؤ، هغه زیاته کړې د دې سربېره د خیالي ټولګیو مخنیوی هم شوی دی.
د پوهنې رییس زیاته کړې، ټول هغه مالي حسابونه او کوډونه چې په غیر قانوني توګه پخوا له یوې ولسوالۍ څخه بلې ولسوالۍ ته انتقال شوي ؤ، تشخیص کړي او بېرته يې خپلو قانوني ځایونونه ته انتقال کړي.
د پکتیا پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې په دې ولایت کې ټولې ۱۱۸ لېسې، ۷۸ منځني او ۱۷۴ لومړني ښوونځي شتون لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس