کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۰ مه نېټه):
د رسنیزو رپوټونو له مخې د خیبر پښتونخوا په مرکزي سیمه د پېښور په بوړد بازار کې یوې چاودنې لږ تر لږه دوه کسان وژلي او یو کس بل یې ژوبل کړی دی.
د چاودنې سیمې ته نژدې د خیبر روغتون یوه ویاند د پېښې په اړه رسنیو ته ویلي د دوی روغتون ته دوه کسان چې یو یې مړ او بل سخت ټپي و، راوړل شوي دي. د همدې سرچینې د معلوماتو له مخې دا چاودنه په بوړد بازار کې د ناصر باغ پولیسو یوې پوستې ته نږدې شوې ده.
رپوټ وایي تر چاودنې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې وه او پلټنې یې کړې دي او د پولیسو لومړني راپورونه وایي چې درې واړه وژل شوي کسان وسله وال مخالفین وو او په وینا یې کوم ولسي وګړي ته پکې مرګ ژوبله نده رسېدلې.
د ځایي پولیسو یوه مشر “کاشف افتاب عباسي” ویلي چې چاودېدونکي توکي په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو خو دده په خبره د څيړنو له مخې دا پېښه یو ځانمرګی برید نه و بلکې د چاودېدونکو توکو د لېږد پر مهال رامنځته شوې ده. ځایي پولیس دا هم وایي چې په یاده چاودنه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نده رسیدلي او خپله د چاودېدونکو توکو لېږدونکي یې وژلي.
پاکستاني رسنیو بیا لیکلي چې د چاودیدونکو توکو لیږدونکي پېژندل شوي او ویل کېږي چې ټول د پېښور اوسیدونکي وو. د یادونې وړ ده چې په پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د نوي حکومت له جوړښت وروسته دا په پېښور کې لومړۍ چاودنه ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/