کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کورنیو چارو د وزیر په مستقیم امر د څاګانو سرونو بندېدو حکم جدي څار لپاره کمېټه جوړه شوه.
کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې دا کمېټه مؤظفه شوې، څو د وزارت د رهبرۍ د هغه حکم تطبیق په جدي توګه وڅاري، چې له مخې یې د هر ډول کېندل شویو څاګانو مالکين باید د خطراتو او پېښو د مخنیوي لپاره د څاګانو سرونه په محفوظه توګه بند کړي.
کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې یاده کمېټه به ټولو ولایاتو ته د یادې موضوع د عملي څارنې لپاره سفر کوي او د سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند کیږي.
د وزارت په خبره، لا هم د هېواد سوېل کې څاګانو ته د ماشومانو لوېدنې زړه بوږنونکي پېښې رامنځته کیږي، چې مخنېوی یې اړین دی.
دغه کمېټه وروسته له هغې وټاکل شوه، چې غزني کې وړمه ورځ یوې څاه ته لوېدلي ماشوم او د دې ماشوم ژغورنې لپاره تللي ټیم درې غړیو ژوند له لاسه ورکړ.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/