معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د چاپېریال ساتنې ملي اداره د کابل ککړې هوا په اړه اندېښمنه ده:

د چاپېریال ساتنې ملي اداره د کابل ککړې هوا په اړه اندېښمنه ده:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۶):
دغه اداره وايي، تېره یوه میاشت کې د کابل هوا د پخوا پرتله ډېره ککړه شوې ده.
د دوی په خبره د چاپېریال ساتنې ملي اداره د ککړې هوا د کچې معلومولو لپاره کافي وسایل نه ‌لري.
د دغې ادارې د مسوولینو په وینا کابل کې د خلکو له لوري د سون توکو او په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو، پلاستیکي او نورو دغه ډول توکو سوځول د پلازمېنې کابل هوا ډېره ککړه کړې ده.
د راپورونو له مخې کابل کې د ککړې هوا له امله ناروغۍ هم زور موندلی دی.
بل لور بیا د کابل ښاروالۍ وايي، د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې یې د ککړې هوا د مخنیوي په موخه د فلترونو د نصبولو په تړاو څېړنې روانې کړې دي.
کابل کې د ژمي په رسېدو سره د یخنۍ رفع کولو په موخه د ډبرو سکرو، پلاستیکي موادو او نور سون توکي کاروي چې له امله یې د واورې تر کېدو پورې د هوا د ککړتیا کچه لوړه وي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس