معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د چمن پرلت کوونکو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ

د چمن پرلت کوونکو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲  مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پیل شوي پرلت سل ورځې بشپړېدونکې دي.

د خبر پر بنسټ، دغو پرلت والو چې له نږدې سلو ورځو راهیسې د پاکستان د یادې پرېکړي په غبرګون کې پرلت پیل کړی، نن یې د نه خوړو اعتصاب پیل کړ.

د چمن پرلتوال وايي، د نه خوړو اعتصاب به یې تر هغه وخته دوام وکړي، څو چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه نه وي اخیستې.

نږدې سل ورځې پوره کیږي چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د چمن ځايي اوسېدونکو، سوداګرو او سیاسي ګوندونو پرلت وهلی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس