کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۵ کال چمپنیز ټرافي سیالیو مهالوېش اعلان شو.
دا سیالۍ د پاکستان او متحده عربي اماراتو په ګډ کوربتوب ترسره کیږي، چې د ۲۰۲۵ کال د فبروري میاشتې پر ۱۹مه نېټه به پیل او د مارچ تر ۹مې به دوام وکړي.
یادې لوبې په A او بB ګروپونو کې ترتیب شوې، چې په A ګروپ کې کوربه پاکستان، هندوستان، نیوزلینډ او بنګلدېش او په B ګروب کې افغانستان، اسټرالیا، سویلي افریقا او انګلستان ځای لري.
په دې ټورنمېنټ کې ټولې ۱۵ لوبې شاملې دي، چې هره لوبه یې د افغانستان پر وخت ماسپښین یوه بجه پیلیږي.
افغانستان به په خپله لومړۍ لوبه کې د فبروري میاشتې پر ۲۱مه نېټه له سویلي افریقا سره مخ شي.
افغان کرکټ ملي لوبډله به بیا د فبروري پر ۲۶ له انګلستان لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي او د همدې میاشتې پر ۲۸مه به بیا له نیوزیلنډ سره لوبه وکړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/