معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۴.۵۰ سلنه لوړ شوی

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۴.۵۰ سلنه لوړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د تېر ۱۴۰۲ کال د وږي له ۳۱مې نېټې بیا د روان ۱۴۰۳ کال د وږي تر ۳۱مې پورې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۱۴.۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

اقتصادي معاونیت ویلي، تېر کال هېواد کې یو ډالر ۷۸.۸۶ افغانۍ تبادله کېده، خو اوسمهال هېواد کې یو ډالر ۶۸.۸۸ افغانۍ تبادله کیږي.

اقتصاد معاونیت د افغانستان بانک له لوري د معقولو پولي سیاستونو پلي کول، بهرینو هېوادونو ته اسعارو د قاچاق مخنیوی، صادراتي وده، هېواد کې د ملي او سیمه ییزو پروژو پیل، په دولتي کچه د غیر ضروري لګښتونو مخنیوی، روڼتیا رامنځته کېدل او د نړۍ له هېوادونو سره سوداګریزو اړېکو پراختیا د افغانۍ لوړېدو عمده لاملونه بللي دي.

وړاندې تر دې بلومبورګ په خپل راپور کې ویلي و، د اوسني افغان حکومت په راتګ سره په نړیواله کچه افغانۍ د بهرینو اسعارو پر وړاندې د خپل ارزښت ساتلو له امله په درېیم او د آسیا په کچه لومړي مقام کې راغلې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس