کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۶ مه نېټه):
د مالیې وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې له هېواده د ډبرو سکرو د صادراتو په ګمرکي عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
دوی زیاته کړې، چې د ۱۴۰۰ کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې له هېواده شاوخوا ۹۴۸ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي، چې یو میلیارد او ۸۹۳ میلیونه افغانۍ ګمرکي محصول ترې لاسته راغلی دی.
اعلامیه زیاتوي چې د روان ۱۴۰۱ کال په لومړیو لسو میاشتو کې له هېواد څخه ۲.۷ میلیونه ټنه سکاره صادر شوي چې په دې سره ۱۲ میلیارده او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ ګمرکي محصول راټول شوی.
د اعلامیې په وینا ګمرکونو کې د سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوې هم رامنځته شوي چې تر دې وروسته به د تورخم ګمرک له لارې هم د ډبرو سکرو صادرات تر سره شي.
وړاندې تر دې د تورخم له لارې د ډبرو سکرو صادراتو ته اجازه نه وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/