کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملي پراختیا شرکت مسوولینو ویلي، چې د سرپل بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو پیسې به د قوش تیپې پر کانال ولګول شي.
د خبر پر بنسټ د یاد شرکت مسوولینو زیاته کړې، دغه اداره هڅه کوي چې د بلخاب د ډبرو سکرو د حوزې د کېندنې، را ایستنې او بارولو کار ته پراختیا ورکړي او په راتلونکي کې د دغه کار لپاره لا زیات مسلکي کارګر وګماري.
د مسوولینو په وینا دمګړۍ د ملي پراختیايي شرکت له لوري په دغه سیمه کې د سړک جوړونې کار هم دوام لري، چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
مالیې وزارت بیا وایي، چې د سرپرست حکومت د بودیجې یوه برخه د ډبرو سکرو د کانونو له را ایستنې او صادراتو تمویلیږي.
د وروستیو اطلاعاتو پر اساس د سرپل د بلخاب ولسوالۍ غرونه نږدې یو نیم میلیارد ټنه ډبرو سکاره لري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/