معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې خپل فعالیت ودراوه

د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې خپل فعالیت ودراوه

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
یادې کمېټې ویلي، په نادولتي موسسو کې د سرپرست افغان حکومت له خوا د ښځو د کار د منع کولو پر پرېکړې خپه او غمجن دي.
د ژغورنې نړیواله کمېټه له ۱۹۸۸ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي چې نن سبا په افغانستان کې څه دپاسه ۸ زره کارکوونکي لري.
د معلوماتو له مخې د دغو کار کوونکو له ډلې یې ۳زره ښځینه کارکوونکې دي.
دغه موسسه وایي نارینه او ښځینه کارکونکي یې د کلیوالي او ښاري ټولنو سره نږدې کار کوي، څو اړتیاوې وپېژني، ډیزاین او پروګرامونه د کلتوري حساسیتونو او ټولنیزو نورمونو سره سم پلي کړي.
په همدې حال کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د ښځینه کارکوونکو په مرسته په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې میلیونونه کسانو ته خدمات وړاندې کوي، ویلي چې له ښځینه کارکوونکو پرته به روغتیايي خدمتونه نه وي.
افغانستان کې د یادې کمېټې د فعالیت بندېدو خبر په داسې مهال خپریږي چې د راپورونو له مخې د افغانستان بشري وضعیت د ناورین حالت ته رسېدلی او میلیونونه افغانان د بهرنیو خیریه موسسو مرستو ته اړتیا لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس