معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل – جلال آباد لویه لار د غره ښویدنې له امله د ترافیکو پرمخ بنده ده

د کابل – جلال آباد لویه لار د غره ښویدنې له امله د ترافیکو پرمخ بنده ده

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۶ مه نېټه):
د ټولګټو چارو وزارت وایې چې د کابل – جلال آباد لویه لار، تېره شپه د کابل دروازې د سیمې په درې کیلومترۍ کې د غره ښويېدنې له امله د هر ډول ترافیکو پرمخ بنده شوې ده.
په هغه خبر پاڼه کې چې د دغه وزارت د ویاند له دفتر څخه رسنیو ته رسیدلې ویل شوي دي چې د ټولګټو وزارت سرپرست الحاج ملا محمد عیسی ثاني، نن سهار یادې سیمې ته تللی او د لویې لارې دغه زیانمنه شوې برخه یې له نژدې کتلې ده.
د وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې د غره ښویدنې تر اوږده مهاله دوام درلود ځکه نو وزیر د کابل ولایت د ټولګټو چارو او د دغه وزارت د زیان منونکو نقطو ریاست ته د بلې بدیلې لارې د فعالولو لارښوونه وکړه.
په خبر پاڼه کې همدا رنګه راغلي چې د ټولګټو چارو سرپرست وزیر همدارنګه د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو له تخنیکي ټیمونو څخه هم د مرستي غوښتنه کړې؛ تر څو ژر تر ژره د هېوادوالو د هوسا تګ راتګ لپاره بدیله لار جوړه شي.
همدارنګه د خبر پاڼې تر مخه د ټولګټو چارو وزیر له اړونده تخنیکي ټیمونو غوښتي تر څو له غره څخه راښویېدلې خاورې او ډبرې پاک کاري او یاده لویه لار ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ پرانیزي.
په خبر پاڼه کې د ټولګټو چارو وزارت، له ټولو هېوادوالو او موټر چلونکو غوښتنه کړې ترڅو د مسافرو د ځاني او مالي خوندیتوب لپاره د دغه وزارت تر بلې خبرتیا پورې پر دغه لویه لار تګ راتګ ونکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس