کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي، چې تېره ورځ د کابل ـ جلال آباد پر لویه لاره د سروبي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د لسو ترافیکي پېښو له امله ۱۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
د خبر پر بنسټ، دغه پېښې د باران له امله د سړک لوند والی په اساس رامنځته شوي دي.
مسوولینو ویلي، چې د پېښو لامل د سړک لوندوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعت کول ښودلي.
.ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/