کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل – شانګهای هوایي دهلېز پرانیسته وکړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې له هغو هېوادونو مننه وکړه، چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي او له افغان سوداګرو سره ښه چلند کوي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال همدارنګه وویل، چې د یوه هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره امنیت ډېر مهم دی او په افغانستان کې اوسمهال سرتاسري امنیت تأمین شوی.
نوموړي په کور دننه او بهر کې له مېشت افغان پانګوالو څخه غوښتنه وکړه، چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/