معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل په دوو روغتونونو کې تشخیصیه مرکزونه جوړیږي

د کابل په دوو روغتونونو کې تشخیصیه مرکزونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو له لوري د کابل په انتاني او افغان- جاپان روغتونونو کې د دوه تشخیصیه مرکزونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

په دغو روغتونونو کې د  CTسکن ماشینونو د نصبولو چارې هم پیل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په خبره د يادو پروژو د چارو پر بشپړېدو شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د جایکا او د روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ به په راتلونکو دریو مياشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ویلي، چې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتونونو جوړولو بودیجه ځانګړې شوې، چې د جوړولو چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس