معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل په مکروریانو کې د مرکز ګرمیو بندښت خلکو ته ستونزې جوړې کړي

د کابل په مکروریانو کې د مرکز ګرمیو بندښت خلکو ته ستونزې جوړې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
کابل کې د مکروریان یو شمېر اوسیدونکي شکایت کوي چې د ژمي په دې موسم کې د مرکز ګرمیو نه فعالېدو له امله ستونزو سره مخ دي.
پر یو شمېر اوسېدونکو د پورونو نه اداینې له امله مرکز ګرمۍ بندې شوي.
دوی وایي، د مرکز ګرمیو بندښت او د سړې هوا له امله یې ماشومان ناروغان دي.
بل لور بیا د مکروریانو د ساتنې او څارنې ریاست وایي، مرکز ګرمۍ به فعالې کړي خو له خلکو غواړي چې خپل پخواني پورونه تادیه کړي.
د مکروریانو د ساتنې او مراقبت د ادارې مشر عبدالله مسلم زیاته کړې چې د مکروریانو یو شمېر اوسېدونکو له دوو کلونو راهیسې خپل پورنه نه دي ورکړي.
کابل کې د ژمي موسم پرمهال د یخنۍ له امله خلک د اوسېدو له سخت کړکیچ سره مخ کیږي چې ځینو سیمو کې د مرکز ګرمیو شتون دغه یخ تر ډېره بریده مهاروي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس