معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابینې اتمه ناسته کې هېواد ته د بې‌‌ کېفیته تېلو وارداتو مخنیوي په تړاو خبرې شوي

د کابینې اتمه ناسته کې هېواد ته د بې‌‌ کېفیته تېلو وارداتو مخنیوي په تړاو خبرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې اتمه ناسته کې یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د اقتصادي کمېټې د طرحې په پام کې نیولو سره هېواد ته د بې‌‌ کېفیته تېلو وارداتو مخنیوي په تړاو هراړخیزه پلټنه ترسره او خپل وروستی راپور دې د کابینې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

د دې سربېره د کورنیو چارو وزارت په رهبرۍ یو پلاوی د دې لپاره ګمارل شوی، چې هېواد ته د رکشو واردولو او په ښارونو کې د ګرځېدو اړوند یوه طرحه جوړه کړي او پایله یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس