معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کاناډا پخواني سفیر ویلي، د کاناډا ډیپلوماتان دې بېرته افغانستان ته ستانه شي

د کاناډا پخواني سفیر ویلي، د کاناډا ډیپلوماتان دې بېرته افغانستان ته ستانه شي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی، چې ډیپلوماتان يې کابل ته ستانه شي او له سرپرست حکومت سره خبرې او تعامل وکړي.
په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر عارف لالاني په یوه مرکه کې ویلي، کاناډا باید له افغانستان څخه وتلې نه‌ وای، بلکې پاتې شوې وای او د اندېښنو د حل لپاره یې له نږدې کار کړی وای.
عارف لالاني له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۸ ز کال پورې په افغانستان کې د کاناډا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او له دې مخکې په اردن، عراق او عربي متحده اماراتو کې د کانادا لوړپوړی دیپلومات و.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس