معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کانونو وزارت وایي، ډېر ژر به افغانستان د نفتو صادروونکی هېواد وي

د کانونو وزارت وایي، ډېر ژر به افغانستان د نفتو صادروونکی هېواد وي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۱  نېټه):

د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، د تېلو او ګازو د استخراج په برخه کې يې هڅې زیاتې کړې دي.

د راپور پر بنسټ، د دغه وزارت ویاند ویلي، چې د نفتو په برخه کې ۱۷ څاګانې فعالې دي او له دې سره به لس سلنه اړتیا پوره شي.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې، چې د یادو حوزو د کشف، استخراج وروسته به هېواد د نفتو او ګازو له پلوه پر ځان بسیا شي او راتلونکې کې به د تېلو د صادرونکو هېوادو په لېست کې هم شامل شي.

مسوولین وايي، دا چې افغانستان د نفتو او ګازو له اړخه یو بډایه هېواد دی، خو په تېرو څو کلونو کې له یادو زخیرو څخه په سمه توګه ګټه نه ده پورته شوې.

دوی وايي، هڅه یې داده چې له شبرغان څخه تر مزار پورې د ګازو پایپ لاین وغځول شي او په یاده سیمه کې د ګازو نورې  څاګانې هم کشف شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس