معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کانونو په برخه کې د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د کانونو په برخه کې د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت، د کانونو د استخراج تړونونه ترسره کړي دي.
د کانونو وزارت د مسوولینو په وینا د دې کانونو د اکتشاف مرحله پيل شوې او تر راتلونکي یوه یا دوو کلونو به یې د استخراج بهیر هم پیل شي.
دوی زیاتوي چې په ټولو شرکتونو باندې دا لازمي شوې، چې د ټولو استخراج شوي منرالونو پروسېس به هېواد کې ترسره کیږي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې د کانونو په استخراج سره به د هېواد په کچه لسګونه زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
د کانونو وزارت مسوولین زیاتوي، چې د روان کال له پیل څخه ۴۱ کوچنیو کانونو قراردادونو کورنیو پانګوالو ته ورکړي، چې په دې کانونو کې مالګه، نفرایټ، کرومایټ، تالک، سرب، جست، کلسید، او ځینې نور منرالونه شامل دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس