کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
پاکستانۍ رسنۍ دي نېشن خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د کراچۍ ښار په زندان کې یو بل افغان بندي هم ساه ورکړې ده.
د دغه رسنۍ د خبر له مخې یاد بندي فیض محمد نومېده چې ۶۰ کاله عمر یې درلود.
سرچینې زیاته کړې، هغه له لسګونو نورو افغانانو سره تېره میاشت له نیول کېدو وروسته د کراچۍ په لانډي محبس کې بندي شوی و.
دي نېشن رسنۍ د ځايي امنيتي سرچينو په حواله خبر ورکړی، چې د بند پر مهال یاد افغان ته ناروغي پيدا شوې وه چې په اړه يې په کراچۍ کې افغان کونسل جنرال ته خبر ورکړل شوی و.
د يادونې ده له دې مخکې هم دوه افغانان د کراچۍ په زندان کې مړه شوي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/