معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کراچۍ په یوه روغتون کې د سختې ګرمۍ له امله اته تنه مړه شوي

د کراچۍ په یوه روغتون کې د سختې ګرمۍ له امله اته تنه مړه شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۵مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان کراچۍ ملکي روغتون ويلي، په دغه روغتون کې د سختې ګرمۍ له امله ۸ تنه ناروغان مړه شوي دي.
د دغه روغتون د مسوولینو په وینا، له ګرمۍ څخه اغېزمن شوي شاوخوا ۴۵ ناروغان دغه روغتون ته لېږدول شوي وو.
دغه مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې مړه شوي ناروغان په شکرې او د وینې پر لوړ فشار او نورو ناروغیو اخته وو.
په کراچۍ کې د هواپېژندنې ادارې ویلي، چې راتلونکو دوو ورځو لپاره بیا د سختې ګرمۍ وړاندوينه شوې ده.
روغتیايي کارپوهانو ښاریانو ته لارښوونه کړې، چې په لمر کې دې له کوره نه وځي او اوبه دې زیاتې وڅښي.
د راپورونو له مخې، د ښار له بېلابېلو سيمو څخه په نشه‌ يي توکو د روږدو اوو تنو مړي موندل شوي او په تېرو دوو ورځو کې په کراچۍ کې په نشه‌يي توکو ١٧ روږدي کسان هم مړه شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس