کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني په مشرۍ د دې وزارت یوه پلاوي، د ایران په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی.
ټاکل شوې چې د دې سفر په ترڅ کې افغان پلاوی د افغانستان په کرنې او مالدارۍ سکتور کې شته فرصتونه ایراني پانګوالو ته معرفي کړي او هغوی ته به د پانګونې لپاره لازم ډاډ ورکړي.
همدارنګه افغان پلاوی به د ایران د جهاد کرنې وزارت له مسوولینو سره لیدنه وکړي او د کرنې په برخه کې د اړیکو پیاوړتیا او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/