معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د کرکټ په لوبو کې زمونږ تاریخي بریا او د خوښۍ لمانځنې لپاره یې څو ټکي!

د کرکټ په لوبو کې زمونږ تاریخي بریا او د خوښۍ لمانځنې لپاره یې څو ټکي!

د کرکټ نړيوال جام کې تېر ماښام افغان لوبډلې وکولای شول له پاکستاني لوبډلې څخه په اتو وېکټو سيالي وګټي، که څه هم د هرې بلې لوبې په څېر د کرکټ لوبه هم له ځان سره وړل او بایلل دواړه لري او هېڅ څوک د دې ضمانت نشي کولای چې د خوارو افغانانو دغه بریا به تل د دوی په برخه وي، خو د سږ کال په نړیوال جام کې د نړیوال کرکټ دوه بنسټګرو هېوادو انګلستان او پاکستان ته د ماتې په ورکړې سره افغانانو یو ځل بیا وښوده چې دوی د دې استعداد او توان لري چې په نړیوالو لوبو کې ښه وځلېږي او د خپلو خوارو او مصیبت ځپلیو خلکو پر شونډو حتی که د یوې شپې لپاره هم وي د خوښۍ مسکا راولي.
د رسنیزو راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د ۲۰۱۲ زېږدیزکال د فبرورۍ په میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، چې پاکستان وګټله. له دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ شپږ نورې یو ورځنۍ لوبې وشوې چې ټولې پاکستان وګټلې خو افغان لوبډلې بیا د کرکټ په شل اوریزو سیالیو کې تر دې مخکې دوه ځله له پاکستان څخه سيالي ګټلې ده.
د کرکټ لوبه که څه هم په افغانستان کې تاریخي او اوږده سابقه نه لري او یوازې د هېواد د جګړو او ویرونو په دور کې ګاونډیو هېوادو په تېره بیا همدې پاکستان ته د افغانانو د کډوالۍ په ترڅ کې یو شمېر ځوانانو د مهاجرت په پنډغالیو کې دا لوبه زده کړه او بیا افغانستان ته تر راتلو وروسته یې دلته هم رواج کړه چې ورو ورو یې وده وکړ او دا دی نن په نړیوال جام کې هم لوبېږي او خپل ولس او هېواد ته ویاړ ګټلای شي.
بل اړخ ته دا هم باید هېر نه کړو چې متأسفانه زمونږ همدا ګاونډی پر خپلو نورو ناکردو سربېره د کرکټ په سیالیو کې هم کله نا کله د افغانانو په وړاندې دومره سپک چلند کوي چې آن د لوبو له نړیوالو اخلاقو او اصولو سره هم په ټکر کې واقع کېږي.
شاید د دوی د دغه غیر اخلاقي چلند لامل به هم دا وي چې دوی افغان کرکټران خپل سیال نه ګڼي او د نړیوالو لوبو په میدانونو کې ورسره لوبېدل ځان ته سپکاوی ګڼي. د دې خبرې څرک نه یوازې د ګاونډي ملک د لوبغاړو په غبرګونونو کې چې آن د دوی د سیاست والو په څرګندونو کې هم لګېږي او په ډاګه کېږي چې دوی لوبې ته د لوبې په سترګه نه، بلکې د سیاسي مفاداتو د ترلاسه کولو د یوې وسیلي په توګه ګوري.
په هر صورت د ګاونډي ملک د ټیم په وړاندې د افغان کرکټرانو د بریا په اړه دا غبرګونونه که له هېواد څخه بهر او په ګاونډي ملک کې پدې ډول څرګندېږي په کور د ننه او په افغانستان کې هم یو لړ وړ او ناوړه غبرګونونه له ځان سره لري چې د خوښۍ په دغه شېبو کې د افغانانو له خوا په پلازمېنه کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې هوایي ډزې یا لارو او کوڅو ته راوتل او هغه په داسې بڼه بندول چې نه د روغ او ناروغ پرواه ولري او نه د نورو ضروري چارو، په خپله یوه لویه ستونزه ده.
پرته له شکه په نړیوالو لوبو کې هغه که کرکټ وي یا بله کومه لوبه د افغانانو دا ډول بریا د افغانستان او د هغې د اوسېدونکو لپاره یو لوی او تاریخي ویاړ دی او باید دا بریا په څومره شاندارو مراسمو چې کېږي ولمانځل شي، خو دا هم باید په یاد ولرو چې ډزې کول او د لارو بندول چې روغ او ناروغ ته د سرخوږي او مصیبت سبب کېږي، د بریا لمانځل نه، بلکې نورو ته آزار او اذیت رسول دي.
دا هم په یاد باید ولرو چې مونږ د مسلمانانو په توګه د دې ډول خوښیو د لمانځلو لپاره ځانګړي دودونه لرو چې د شکرانې دوه رکعته نفل لمونځ اداء کول یا الله ته په سجده پریوتل چې اکثره یې زمونږ ملي لوبغاړي هم د بریا پر وخت ادا کوي، د خپلو خوښیو او د الله د شکرانې ادا کولو تر ټولو غوره لاره ده.
دې ته هم باید پام وکړو چې همدا اوس چې مونږ د کرکټ د ملي ټیم بریا په هوایي ډزو او د موټرو په بې ځایه هارنونو لمانځو او خپلې پیسې بې ځایه مصرفوو نو زمونږ په خپل هېواد کې د هرات زلزله ځپلي یوې مړۍ ډوډۍ او د سرپناه یوې خیمې ته احتیاج دي او د اسلامي نړۍ په کچه مظلوم او جګړه ځپلي فلسطینیان چې د یهودي تاړاک په وحشت کې یې هرڅه له لاسه ورکړي د مرستې، خواخوږي او همغږۍ یوې وړې هڅې ته! څومره به ښه وي که هېواد وال مو د خوښۍ او غم د لمانځلو پر وخت تر ځان ور ها خوا نور هم په یاد ولري او پر غم ځپلیو شونډو یې د دعا او مسکا راوستلو هڅه وکړي. و ما علینا الی البلاغ
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس