کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۳۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د سرپرست افغان حکومت د امیر ځانګړي فرمان له مخې د کندهار له عمومي زندان څخه تېره ورځ د بېلابېلو جینایي جرمونو په تړاو نیول شوي ۱۸۴ تنه بندیان آزاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د کندهار د عمومي زندان رییس په دې اړه ویلي، چي د ۱۸ کوچنیانو په ګډون یې ۱۸۴ تنه بندیان د کوچني اختر په مناسبت د خپل امیر د ځانګړي فرمان پر اساس آزاد کړل.
آزاد شوو بندیانو پر خپل خلاصون خوښي وښودله او ژمنه یې وکړه، چي نور به فساد او جرم نه کوي او د هېواد د آبادۍ لپاره به کار کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/