معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کندهار په زاړه قول اردو سیمه کې ۵۰ بابه خېریه کورونه جوړیږي

د کندهار په زاړه قول اردو سیمه کې ۵۰ بابه خېریه کورونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار په زاړه قول اردو سیمه کې د ۵۰ بابه کورونو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د خبر پر بنسټ د دغو مراسمو پر مهال د اطلاعات او کلتور وزیر، د کندهار د اطلاعات او کلتور رییس، د ښار جوړوني رییس، ځایي ښاروال، د امر باالمعروف ريیس او یو شمېر نورو مسوولینو برخه لرله.
خبر زیاتوي، چې د اطلاعات او کلتور وزیر دغه مراسمو کې ویلي، دغه ټول ټال ۱۵۰ کورونه د امیرالمومنین د حکم پر اساس جوړیږي، چې نن یې په لومړي فاز کې د ۵۰ کورونو د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.
د هغه په وینا، یاد کورونه د خصوصي شرکتونو له خوا په معیاري ډول جوړیږي، چې پر هر کور باندي ۱۲ زره ۲ سوه امریکایي ډالره لګښت راځي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس