معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د کندهار په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې:

د کندهار په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۰):
د ځایي سرچینو د اطلاعاتو له مخې نښته اوس هم د دواړو لورو لخوا د خال_خال ډزو په کورو روانه ده.
د سپين بودلک ولسوالۍ امنیه قومندان محمد هاشم هم تایید کړې چې د پاکستاني لوري، لخوا تر ډزو وروسته افغان لوري هم په متقابل عمل لاس پورې کړی.
تر دې وړاندې هم څو وار دغه سیمه کې د افغان او پاکستاني لورو ترمنځ نښتې شوي دي.
دغه نښته په داسې مهال کیږي چې د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې پاکستاني چارواکو ویلي چې د بولدک په ګډون یې د تورخم او ډیورنډ فرضي کرښې په پنځو لارو د تګ_راتګ اسانتیا راوستې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس