معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کندوز د هندواڼو سږني حاصلات ۱ لک ۴۰ زره ټنو ته رسیږي

د کندوز د هندواڼو سږني حاصلات ۱ لک ۴۰ زره ټنو ته رسیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۸مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د روان کال په لړ کې په‌ دې ولایت کې د هندواڼو حاصلاتو د ۲۵ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی.
د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، سږ کال پر ۵ لکه هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي او تمه ده چې نږدې ۱ لکه ۴۰ زره ټنه حاصلات به ترې راټول شي.
د مسوولینو په وینا تېر کال په دغه ولایت کې د هندواڼو ۱ لک ۱۶ زره ټنه حاصلات راټول شوي وو.
د خبر له مخې کروندګرو هم د هندواڼو د حاصلاتو له زیاتېدو او ښه بازار له امله خوښي څرګنده کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس