معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کور او ښار جوړولو وزارت خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي

د کور او ښار جوړولو وزارت خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې د دې وزارت له لوري هڅې روانې دي، څو خپلې ټولې نيمګړې پروژې بشپړې کړي.
د مسوولینو په وینا، یاد وزارت توانېدلی چې په ټولو ولايتونو کې د ساختماني پروژو ښه څارنه او نظارت وکړي.
دوی دغه راز زیاته کړې، چې د کابل ښار په خوشحال خان مېنه کې د قطري استوګنيزي پروژې چارې دوام لري او تر دې دمه يې شاوخوا ۴۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د مسوولینو په وینا تېر يوه کال کې د مېوند بانک د ۱۲۸ ملکيتونو، د مرکزي پسته خانې د ۱۴ملکيتونو، د شکر درې ولسوالۍ د ښوونکو ښارګوټي د ۵ سوه کيلو واټه برېښنا د مسیر او ګڼو نورو پروژو د توپوګرافي سروې ګانې بشپړې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس