کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې خلکو مخابراتي او معلوماتي خدمتونو ته لاس رسي موندلی دی.
د مسوولینو په خبره د مخابراتو وزارت او خصوصي سکټور له خوا په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې، چې له جملې یې د خصوصي سکتور له خوا د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه سایټونه او مخابراتو وزارت په مالي همکارۍ درې سایټونه فعال شوي او د ۲۳ نورو سایټونو د جوړولو چارې دوام لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د انټرنټ په برخه کې هم د ولسوالیو ۲G خدمتونه ۳G ته اوښتي او د یو شمېر ولسوالیو په ګډون مرکز کې خلک له ۴G خدمتونو ګټه اخلي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/