کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پاکستان په پېښور کې ښار کې د افغان کډوالو ټولنې مشر بریالي میاخېل د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې ملګرو ملتونو کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته شکایت کړی دی.
د راپور پر بنسټ، نوموړي ویلي چې په دې تړاو یې ملګرو ملتونو کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره اندیښنه شریکه کړې او هغوی ورته په ځواب کې ویلي، چې د پاکستان سرپرست حکومت د دا ډول پرېکړې بشپړ واک نه لري.
یادې ادارې زیاته کړې، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو مسوولیت له دوی سره دی.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت دغه پرېکړې په نړیواله کچه غبرګون راپارولی. ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالې ادارې، د امریکا متحده ایالاتو او خپله پاکستان کې ګنو سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو ډلو غوښتنه کړې، چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او د هغوی ستنول دې پاکستانی حکومت ودروي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/