کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بېګانۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د فعالیت دوره د یوه بل کال لپاره تمدید کړه.
د جاپان استازي یامازاکي کازویوکي چې هېواد یې د امنیت شورا دوره یي مشري کوي، د غونډې په پیل کې د پرېکړه لیک مسوده د رایو لپاره وړاندې کړه چې د رایو په غوڅ اکثریت تصویب شوه.
وروسته یامازاکي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د یوناما د ماموریت تمدید په اوسني وخت کې یوه مهمه اړتیا وبلله.
په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه رسماً پیل شو، خو فعاليت يې هر کال د امنیت شورا د غړو د رایو په اساس تمدیدیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/