معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / د ۱۹ کلنو آسیا جام سیالیو کې نن افغان لوبډله له نيپال سره لوبيږي

د ۱۹ کلنو آسیا جام سیالیو کې نن افغان لوبډله له نيپال سره لوبيږي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۹  نېټه):

د راپورونو له مخې د ۱۹ کلنو آسیا جام کرکټ سیالیو په لړ کې نن ورځ ۱۰ بجې افغان لوبډله د نیپال لوبډلې پروړاندې لوبه ترسره کوي.

د راپور پر بنسټ، افغان لوبډلې تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې له هندوستان لوبډلې څخه د ۷ ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.

افغان لوبډلې ته د دې لوبې ګټل د مخکې تګ لپاره ډېر مهم دي. که افغان لوبډله په خپل الف ګروپ کې ۲ لوبې وګټي، نو د آسیا ۱۹ کلنو جام سیالیو تر نیمه پایلوبې لار موندلی شي.

له نیپال سره تر لوبې وروسته افغان لوبډله خپله وروستۍ ګروپي لوبه له پاکستانۍ لوبډلې سره ترسره کوي.

د یادولو وړ ده، چې د آسیا جام په دغو سیالیو کې ټولټال اته لوبډلې برخه لري چې له ډلې یې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګلدېش او سریلانکا دایمي غړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس