کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې روسي رسنیو د خپلو ځایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه سالون کې د ډزو په دې برید کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي دي.
ایتارتاس خبري آژانس د روسیې د استخباراتو د ادارې “ایفایسبي” FSB په حواله خبر ورکړی، چې په پېښه کې له سلو زیات نور کسان ټپیان دي.
د چارواکو په خبره پر دغه کنسرت د برید کوونکو شمېر له دریو څخه تر پنځو تنو پورې و.
د دغو بریدونو له امله مسکو کې د اوونۍ د پای د ورځو “شنبې او یکشنبې” ټول ورزشي، هنري او فرهنګي پروګرامونه لغوه شوي دي.
داعـ.ـش ډلې په ټلیګرام کې د دغې پېښې مسوولیت منلی د
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/