کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دفاع وزارت ویلي، چې د دې وزارت لومړي مرستیال له لوري سردار محمد داوود خان روغتون کې د معلولینو لپاره د مصنوعي غړو پروتېز مرکز پرانیستل شو.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه مرکز د سرپرست حکومت د اردو او تېر حکومت د معلولینو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د لاس او پښو، نل ساق او د زنګون اتومات مصنوعي برخو کې خدمات وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د سردارمحمد داوود خان روغتون زیات مجهز او د تېر په پرتله یې خدمات معیاري شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/