معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دایکندي کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او ۱۲ نور ژوبل شول

دایکندي کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او ۱۲ نور ژوبل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د دایکندي امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن ژوند بایللی او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.
د دغه ولایت د امنیتي مسوولینو ویلي، چې پېښه د شهرستان ولسوالۍ په سیاه بغل سیمه کې د وسټا موسسې د کاروونکو فلانکوچ موټر چې له بامیانو څخه یې د یادې موسسې کارکوونکي دغه ولایت ته لېږدول، د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
دوی زیاتوي، چې ټپیانو کې درې مېرمنې او یو ماشوم هم شامل دی.
د دوی په خبره د پېښې ټپيان شهرستان ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي، خو د ټپیانو روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس