معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / درې لسیزې وړاندې پر دغې ورځ شوروي یرغلګرو په افغانستان کې ماتې وخوړه

درې لسیزې وړاندې پر دغې ورځ شوروي یرغلګرو په افغانستان کې ماتې وخوړه

ګهیځ: د سلواغې میاشتې ۲۶مه له افغانستانه د سرو لښکرو د وتلو ۳۳مه کالیزه ده.

د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې د کار قانون د ۴۱مې مادې له مخې دا ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

د پخواني شوروي اتحاد یرغلګرو د ۱۳۵۸کال د مرغومې په ۶مه پر افغانستان یرغل وکړ، دوی هغه مهال د ولسمشر حفیظ الله امین حکومت نسکور پر ځای یې ببرک کارمل د افغانستان د ولسمشر په توګه وپېژاند.

افغان مومن ولس له نږدې یوې لسیزې مبارزې وروسته د ۱۳۶۸کال د سلواغې په ۲۶مه سره یرغلګر مات او له هېواده وایستل. په دې موده کې نږدې یو ملیون افغانان او لږ ترلږه ۱۴ زره شوروي سرتېري ووژل شول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس