کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۵ نېټه):
د باختر آژانس د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت ملي دفاع وزارت د ٢٠٥ بدري قول اردو تخنيکي ټيم ٣ سوه هغه نقلیه پوځي وسايط چې ویجاړ شوي وو، بېرته ترميم کړي دي.
د دفاع وزارت د مسوولینو په خبره د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال دغو ځواکونو ډېری پوځي او ملکي تجهیزات ویجاړ کړي او یا یې له منځه وړي دي.
تر دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې په یوه راپور کې ویلي وو، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د څه باندې اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې اوسني سرپرست افغان حکومت ته پاتې شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/