ګهیځ/کابل: نن شنبه (د وږي/سنبلې ۲۶مه او د سپټمبر میاشتې ۱۷مه نېټه ده) په کابل کې د ملي دفاع وزارت خبر ور کوي، چې په پنجشېر کې د مقاومت ډلې د هغو ۸ غړو د یو ځايي وژلو ادعا څېړي، چې ګوندې ځواکونو یې د جګړې د بندیانو په توګه وژلي دي.
وزارت ویلي، که دا ادعا ثابته شي نو عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپاري.
له تېرو څو ورځو راهیسې په کور دننه او بهر پر ټولنیزو رسنیو داسې راپورونه لاس په لاس کېږي چې ګوندې د ا.ا امنیتي ځواکونو په پنجشېر کې د وروستۍ جګړې پر مهال د مقاومت ډلې ۸ غړي په جګړه کې له اسیر نیولو وروسته په ډله ییزه توګه وژلي دي.
ملي دفاع وزارت نن شنبه د وږي ۲۶مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې اړه جدي او هر اړخیزې څېړنې کوي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “البته په دې اړه چې آیا دا ویډیوګانې نوې دي که پخوانۍ، د پنجشیر ولایت اړوند دي او که نه؛ جدي څېړنې روانې دي “.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د پنجشېر ولایت د والي ویاند ابوبکر صدیق رسنیو ته ویلي و، چې سره میاشت او د سره صلیب نړیواله کمېټه کولی شي، پر ډګر له جګړو پاتې پراته جسدونه خښ کړي.
له تېرو څو ورځو راپدیخواه په پنجشیر کې د حکومت او احمد مسعود په مشرۍ د وسله والو مخالفینو تر مینځ نښتې روانې دي چې دواړو لوریو ته پکې ځانې او مالي زیانونه اوښتي دي.
بل اړخ ته په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د بشري حقونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بنیټ ویلي چې د سرپرست حکومت تر واک لاندې سیمو کې د بشري حقونو وضعیت ترینګلی دی، خو په کابل کې حکومتي ویندویان بیا دا ادعا ردوي.