معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دفاع وزارت وایي، د اختر په شپو کې دې له هوايي ډزو ډډه وشي

دفاع وزارت وایي، د اختر په شپو کې دې له هوايي ډزو ډډه وشي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۸ نېټه):
د دفاع وزارت لوی درستیز په یوه غږیز پیغام کې دفاع وزارت د ټولو اړوندو ادارو او جزتامونو مسوولینو ته امرکړی، چې د کوچني اختر په شپو_ورځو کې دې د خوښۍ ډزې نه‌ کوي.
د دفاع وزارت لوی درستیز دغه پیغام کې د ملي اردو ټولو مسوولینو او کارکونکو ته امر کړی، چې هوایي ډزې دې نه‌ کوي او د خلکو لپاره دې د اختر په ورځو_شپو کې د امن فضا برابره کړي.
هېره دې نه وي، چې تر دې مخکې په اخترونو او نورو مهمو مناسبتونو کې د هوایي ډزو له امله عامو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس