معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دفاع وزیر وایي، اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته اړتیا نشته

دفاع وزیر وایي، اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته اړتیا نشته

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري لومړی نېټه):
د سرپرست افغان حکومت دفاع وزیر له العربیة ټلوېزیون سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې – جوړې لپاره خبرې وکړي.
د نوموړي په خبره د اوس وخت لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته.
نوموړي همداراز له دغه عربي ټلوېزیون سره خبرو کې د چین په همکارۍ د ایران او سعودي ترمنځ د روغې جوړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې افغان حکومت د دغې جوړې هرکلی کوي او ښايي پر افغانستان هم ښه اغېز ولري، خو زیاتوي چې که د ایران او سعودي ترمنځ اړیکې ښې یا خرابې وي، د افغانستان سرپرست حکومت له سعودي سره نږدې او ښې اړیکې غواړي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په کور د ننه او نړیواله ټولنه ټينګار کوي چې افغانستان کې داسې یو حکومت باید رامنځته شي، چې ټول افغان او سیاسي لوري په کې ځانونه وویني.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس