معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دوحه کې د افغانستان، قطر، ازبکستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ څلور اړخیزه غونډه شوې

دوحه کې د افغانستان، قطر، ازبکستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ څلور اړخیزه غونډه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند او د دوحې درېیمه ناسته کې د افغان حکومت پلاوي مشر مـ.ـولوي ذبیـ.ـح الله مـ.ـجاهد وایي، دې غونډه کې د افغان ټرانس پروژې د ژر پیل او پشپړېدو په اړه خبرې وشوې.
د خبر پربنسټ د افغان ټرانس له ازبکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ غځولو پروژه ده.
دغه غونډه قطر کې د دوحې درېیمې ناستې تر پای ته رسېدو وروسته شوې.
اقتصادي شنونکي د افغان ټرانس پروژه د افغانستان لپاره مهمه بولي، چې له دې لارې به منځنۍ او سویلي اسیا د افغانستان له لارې وصل شي.
ــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس