معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / دکډوالو چارو وزارت له ۷ بنسټونو سره د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي

دکډوالو چارو وزارت له ۷ بنسټونو سره د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې له اوو بېلابېلو بنسټونو سره یې د څه باندې یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د خبر پر بنسټ، دغه تړونونه د افغان ماشومانو او ښځو له تعلیمي مؤسسې، د خېریه بشري، د ژوند ټولنیزې، اقتصادي او پراختیایي مؤسسې، له پوهنې څخه د ملاتړ، اکشن اېد، راه نوین او د ناروې د کډوالو شورا سره د همکاریو تړونونه لاسلیک شوي دي.

خبر زیاتوي، د یادو تړونونو پر بنسټ به دغه مؤسسې یو میلیون ۵۶۳ زره ۱۲ ډالر په بلخ، سرپل، بدخشان، هرات، نیمروز، بغلان، کندوز او ننګرهار ولایتونو کې له اړمنو کورنیو سره د نغد پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو سربېره اړمنو کورنیو ته د کورونو کرایه کولو په برخو کې لګول کیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس