معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ذبیح الله مجاهد هغه اوازې رد کړې چې ګوندې سعودي عربستان خپل سفارت کابل کې تړلی

ذبیح الله مجاهد هغه اوازې رد کړې چې ګوندې سعودي عربستان خپل سفارت کابل کې تړلی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۷ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند وایي، سعودي عربستان د سفارت کارکوونکي د لنډمهاله روزنې په موخه کابل پرېښی دی او ډېر ژر به بېرته راستانه شي.
نوموړي په دې اړه هغه اوازې رد کړې، چې ګوندې د امنیتي ګواښونو له امله د سفارت کار کوونکي کابل نه وتلي دي.
تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شول، چې ګوندې اماراتو، سعودي عربستان او پاکستان د امنیتي ګواښونو له امله په کابل کې خپل سفارتونه تړلي دي، خو مجاهد وایي چې په کابل کې ګڼ شمېر سفارتونه اوس فعال دي او دوی ورسره ښې اړیکې لري.
که څه هم تر اوسه هېڅ کوم هېواد سرپرست افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ځینې هېوادونه لکه چین، روسیه، جاپان، ترکیه، پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، اروپایي اتحادیه، یوناما او ځينې نور په کابل کې ډیپلوماټیک فعالیتونو ته دوام ورکوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس