معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / راتلونکو دوو ورځو کې د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په ځينو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

راتلونکو دوو ورځو کې د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په ځينو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۶ نېټه):
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په راتلونکو دوو ورځو کې به د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د اوبو کچه لوړه شي چې له امله یې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.
دغه وزارت له خلکو غوښتي چې دغو سیمو ته له هر ډول تګ_راتګه ډډه وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت زیاته کړې، د ۱۴۰۲ کال د وري میاشتې له ۶مې څخه تر ۷مې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې لوړېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، په یادو نېټو کې د کوکچې، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، اروزگان ترینکوټ، ارغنداب، لوګر، میدان وردګ،کابل، خوست، پکتیا، پکتیکا، غوربند، پنجشېر، کونړ او لغمان سيندونو پر لارو او ځینو سیلبرونو کې د سېلابونو او اوبو کچې لوړېدو اټکل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس