کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې په افغانستان کې له میلیونونو اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره د بودیجې پر کمښت اندېښمن دي.
اوچا په یوه بیان کې ويلي، چې را روان ژمی له نږدې ۱۶ میلیونو اړمنو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
دې ادارې زیاته کړې، چې په راتلونکي ژمي کې ډېر اړمن کسان سرپناه، جامو او خوراکي توکو ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ويلي، سږکال ژمی داسې مهال رارسیږي، چې د طبیعي پېښو زیانمن شوي خلک هم سرپناه ته اړتيا لري.
دغه بنسټ له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي، چې د اړتيا وړ بوديجه برابره کړي، څو په راتلونکو دريو مياشتو کې دغه مرستې اړمنو کسانو ته ورسوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/