معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / راتلونکې درې ورځې کې په یو شمېر ولایاتو کې د اورښتونو خبر ورکړل شوی

راتلونکې درې ورځې کې په یو شمېر ولایاتو کې د اورښتونو خبر ورکړل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو د هېواد په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو او په سیندونو کې د اوبو کچې د لوړېدو خبر ورکړی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دوشنبې، سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې د باران او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

خبر پاڼه زیاتوي، په دې ورځو کې په کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې هم د سېلابونو او د اوبو زیاتوالي اټکل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت د یادو سیندونو پر غاړو له اوسېدوونکي غوښتي، چې د سېلابونو پر مهال خپل ځانونه او ماشومان خوندي کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس