کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ اچوونکی راشد خان د شل اوریزو لوبو په تاریخ کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو.
راشد خان تېره شپه د جنوبي افریقا په شل اوریز تجارتي لیګ کې د یو لوبغاړي دینت ویلالاګي په سوځولو سره خپلې ویکټې ۶۳۳ ته ورسولې او نړیوال ریکارډ یې خپل کړ.
تر دې وړاندې دا ریکارډ د ویسټ انډیز لوبغاړي ډي جې براوو سره و، چې ۶۳۱ ویکټې یې لرلې، خو نوموړي له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کړې ده.
راشد خان دا ریکارډ په ۴۶۱ شل اوریزو لوبو کې ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې ډي جې براوو دا ویکټې په ۵۸۰ لوبو کې اخیستې وې.
راشد خان د خپل بې ساري استعداد له برکته یو ځل بیا د کرکټ په نړۍ کې نوي ریکارډونه جوړ کړل او د افغانستان نوم یې د کرکټ په نړیوال ډګر کې روښانه کړ.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/