معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان کال بهرنیو سیلانیانو سره ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي

روان کال بهرنیو سیلانیانو سره ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۲):
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وايي، په روان کال کې له بهرنیو سیلانیانو سره د ۴۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې افغانستان یو سیاحتي هېواد دی او هر کال د توریزم او سیاحت له لارې ګڼ شمېر سېلانیان ورته راځي.
د یاد وزارت مسوولینو وایي، د دغو پيسو درې برخې به يي په هرات، فراه، نیمروز، هلمند او ځينو نورو ولایتونو کې په عام المنفعه کارونو لګول کیږي او یوه برخه به یې په شفاف ډول ماليې وزارت ته سپارل کیږي.
د اوسني نظام په راتګ سره د بهرنیو هېوادونو ډېری سېلانیان افغانستان ته د سیاحت او توریزم لپاره رامات شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس